په روان کال کې ۲۴۰۰۰ افغان کډوال بیرته هیواد ته راګرځيدلي دي

په روان کال کې ۲۴۰۰۰ افغان کډوال بیرته هیواد ته راګرځيدلي دي

په روان کال کې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي، چې په کې څه باندې ۲۴زره د اروپايي هیوادونو پناه‌غوښتونکي هم شامل دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د مهاجرت شپې او ورځې تیروي، چې نږدې پینځه میلیونه یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت مسلکي مرستیال فاضل احمد عظیمي د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ۲۰۱۶ کال کې یواځې له اروپايي هیوادونو څخه ۲۴۶۶۱ افغان پناه‌غوښتونکي یا په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي او یا هم په جبري توګه راستنول شوي دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه “هغه مهاجرین، چې په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستان څخه راستانه شوي دي، شمیر یې ۷۰۰ زرو ته رسیږي او په ټولیزه توګه شاوخوا ۴۰۰ زره مهاجرین له ایران څخه راستانه شوي دي.”

د ژمي په موسم کې له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو څخه د زیات شمیر افغان مهاجرینو راستنیدل، د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره یوه لویه ننګونه شمیرل کیږي.

پر دې سربیره په دغه هیواد کې په کور دننه د بې‌ځایه شوو کډوالو شمیر هم په ۲۰۱۶ کال کې زیات شوی دی.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې دامهال په کابل او ولایتونو کې شاوخوا یو میلیون افغانان د ناامنیو او د زورواکانو د زورونې له امله د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ویس برمک وايي، یواځې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶۳۳۷۱ کورنۍ د ناامنیو او طبیعي پیښو له امله له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *