د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه جوړه شوه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه جوړه شوه۲۰ مرغومی ۱۳۹۵

په كندهار ولايت كې د لومړي ځل لپاره د خبريالانو او رسنیو د خونديتوب ولایتي کمېټې چې د ټول هېواد په کچه یې د جمهور ريیس دویم مرستیال سرور دانش مشري کوي، په کار پیل وکړ.

د دغه کمېټې هدف د رسنیو د کارکوونکو او رسنیزو بنسټونو ساتنه یاده شوې.

دغه کمېټه چې ۱۰ تنه غړي لري، د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي یې مشر، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريیس حضرت ولي هوتک یې مرستیال او عبدالسمېع غیرت مل یې منشي ټاکل شوي دي.

د کندهار مرستیال والي او د دې کمېټې مشر عبدالعلي شمسي وايي، د یادې کمېټې له جوړېدو څخه یې اصلي هدف د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو خونديتوب ته د پام اړول دي.

نوموړی وايي، په دې كمېټه كې د نورو ادارو تر څنګ د ملي امنيت د څارنوالۍ رييس هم غړيتوب لري او پر دې سربېره یې درې تنه خبریالان هم د خبریالانو په استازیتوب غړي ټاکل شوي دي.

هغه وايي، دغه كميټه به د خبريالانو د كاري او شخصي خونديتوب په تړاو په مياشت كې يو ځل غونډه كوي او د اړتيا په صورت كې به فوق العاده غونډې هم دایروي، څو خبريالان په خوندي چاپېريال كې خپل كارونه تر سره كړي.

شمسي ټینګار وکړ چې د کمېټې غړي به د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه نيسي او د دوی په وړاندې د تاوتريخوالي قضيو ته به رسيدګي کوي.

شمسي زیاتوي، دغه کمېټه به نه یوازې د هغو ستونزو په تړاو اقدام کوي چې په راتلونکي کې پېښېږي، بلکې هغه قضیې به هم څېړي چې تر دې وړاندې د خبریالانو په وړاندې د تاوتريخوالي په تړاو ثبت شوي، خو برخلیک یې معلوم نه دی.

دید گاه خود را بنویسید

آدرس ایمیل و شماره در دید گاه نشر نخواهد شد

نام

ایمیل

دیدگاه

     

Comment moderation is enabled. Your comment may take some time to appear.

ځانګړی ګزارشونه