د امريکا په سلگونه ټانکونه او نور پوځي پرمختللي وسايل د آلمان سمندري څنډو ته رسيدلي
د امريکا په سلگونه ټانکونه او نور پوځي پرمختللي وسايل د آلمان سمندري څنډو ته رسيدلي چي د ختيځې اروپا او پولند په سيمو کي به ځآی پر ځای شي
له دوهمي نړيوالې جگړې وروسته دا د امريکا ستر پوځي خوځښت ښودل کيږي چي د روسيي سره په سيالي په لاره اچول شوی دی
تیره ورځ د امریکا دوه زره اته سوه پوځي وسایل چې پکې اوه اتیا ټانکونه، شل توپونه او یو سل شپږ دیرش ډول ډول پوځي توکي دي د آلمان شمالي سمندري څنډې ته رسیدلي دي. ټاکل شوې سرتیري او دا پوځي توکي د آلمان په مالي مرستې سره د اروپا ختیځ او د پولنډ ته واستول شي.
له دې سره چې ویل شوي چې د امریکا دا خوځښت له روسیې سره د سیالۍ له مخې دی، د امریکا یوه پوځي چارواکي ویلي، دوی دا ګام د امریکا او ناټو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه پورته کړی دی.
تيموتي ميگوري- “دا د کار پیل دی دا د امریکا لومړی ډله ده چې دې سیمې ته استول کیږي دا ښه پیل دی او ددې ښکارندویي کوي چې تر اوسه هم مونږ د پرمختګ او ودې په حال کې یو. ددې ګام پوره کونکې موخه له نآتو سره د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي.”
ناټو له هغه وروسته په دې سیمه کې لاس په پوځي خوځښتونو پورې کړ کله چې روسیې د اوکراین کریمه ټاپو له خپلې خاورې سره ونښلوله او په دې سیمه کې یې د توغندیو ضد سیستم ځای پر ځای کړ.
ټاکل شوې چې له امریکا وروسته دې سیمې ته پولنډ، کاناډا، آلمان او بریتانیا هم خپل زر زر سرتیري واستوي. ناټو ویلي، په دې سیمه کې به دري دیرش زره سرتیري، د روسیې د ګواښ پر وړاندې ځای پر ځای کړي. د آلمان رسنیو په دې کړنې نیوکه کړې او دایې د روسیې پر وړاندې ارعابي سیاست ښودلی دی.