د هيواد اساسي قانون له ديارلسو کلونو راهيسي ندی پلی شوی

د هيواد اساسي قانون له ديارلسو کلونو راهيسي ندی پلی شوی

د چارو شنونکي د پارلماني ټاکنو نه تر سره کيدل په قضايي او حقوقي برخو کي له وگړو سره دوه گوني چلند او په ټولنه کي د عدالت نه پلي کيدل له اساسي قانون څخه سترې سرغړونې بولي

د هیواد اوسنۍ اساسي قانون، په دیارلس سوه دوه اتیایم کال کې تصویب شو. د محتوا له اړخه لوړ ظرفیت لري چې د کارپوهانو په آند د ولس اړتیا او ستونزو ته خواب ویلی شي. خو په هیواد کې له قانونه سرغړونه او نه پلې کیدل ددې لامل شوي ترڅو د هیواد اساسي قانون په ښه توګه پلی نشي او په کراتو تر پښو لاندې شوی دی.

د ټولنې په سیاسي تربیه او مفکوره کې د قانون حاکمیت د  کلتور نشتون، د سیاسي حاکمیت کمزورتیا او د قانون پلي کولوته نه ژمنتیا له دیارلسو کلونو راهیسې لویې سرغړونې چې ډيری یې د حکومت او ولسي جرګې له لوري تر سره شوې، شمیرل کیږي.

دا کار پوهان له دې سره چې حکومت او ولسي جرګه د اساسي قانون اصلي سرغړونکي دي، د دولت له درې ګونو قواوو یې  غوتي ترڅو د اساسي قانون پلي کیدو ته درنښت ولري او باید په خپلو کړونو کې اساسي قانون تر پښو لاندې نکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *