په ميانمار کښې د مسلمانانو د ځوروني يوه بل خپاره شوي فلم په نړۍ کښې د بشر حقونو ادارو غبرگون را پارولی دی
په ميانمار کښې د مسلمانانو د ځوروني يوه بل خپاره شوي فلم په نړۍ کښې د بشر حقونو ادارو غبرگون را پارولی دی
ددې غبرگونونو له امله د ميانمار پوځ اړ شو ترڅو ددې پيښې تورن کسان ونيسي
د اینډیپنډنټ ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، د میانمار دولت هغه یو شمیر پولیس چې د مسلمانانو د ځورونې په فلم کې راغلي نیولي دي. دا پیښه په میانمار کې ساری نلري.
مخکې له دې د میانمار دولت د مسلمانانو پر وړاندې هر ډول ناوړه چلند رد کړی وو ویلي یې وو چې په دې هکله ورکړل شوي ریپوټونه ناسم دي.
تر اوسه د میانماري مسلمانانو پر وړاندې د زور زیاتي لس ویدیو ګانې خپرې شوې چې پکې پر مسلمانانو د میانماریانو د زور زیاتي ښکارندویي کوي.
مخکې له دې د بښنې نړیوال سازمان د میانمار پوځ د مسلمانانو پر وړاندې په پراخو پلان شویو عملیاتو تورن کړی وو او له دولت څخه یې غوښتي وو ترڅو د میانماري مسلمانانو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوی وکړي او نړیوالو بنسټونوته په دې هکله د څیړنو اجازه ورکړي.
د مالزیا دولت هم په دې وروستیو کې اعلان کړی وو چې د میانماري مسلمانانو ستونزو د دې هیواد نه بلکې د سیمې ستونزه شمیرل کیږي او د سویل ختیځي آسیا له هیوادونو یې غوښتي وو ترڅو په دې هکله بې پرې څیړنې وکړي.