تحلیل(څیړنه): د 2016 کال مهمې پیښې

۲۰۱۶ کال په داسې حال کي پاي ته ورسيد  چي نړۍ  د لويو سياسي او پوځي ناخوالو شاهده وه  داهغه کال وو چي په ټوله نړۍ کې تاوتريخوالی روان وو له منځني ختيځ نه نيولې بيا تر اروپا او امريکا پوري

نريشن…

دوه زره شپاړسم کال به د نړۍ په تاریخ کې پاتې کیدونکی کال وي. دا هغه کال وو چې له منځني ختیځه نیولې بیا تر امریکا او امریکا پورې پکې بدلونونه تر سترګو شول. په دې کال کې د نړۍ بیلا بیلو ځواکمونو هیوادونو ترمنځ سیالیو د  جګړې ډګر تود ساتلی وو.

په دې کال کې د سعودي عربستان یو پیژندل شوی روحاني شیخ باقر نمر اعدام شو چې له امله یې په ایران کې د ځینو خوڅښتونو لامل شو، په مشهد کې د سعودي عربستان قونسلګري وسوځول شوه او په دې سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

په دې کال کې شمالي کوریا هم د خپلو تګلارو پلې کولو ته زور ورکړاو د یو شمیر پوځي آزموینو په تر سره کولو سره یې خپل ګاونډۍ هیواد، سویلي کوریا ګواښله.

په منځنځي ختیځ، په عراق او سوریه کې جګړې ډيری ویجاړۍ پر ځای پریښودې او په لسګونه زره کسان یې د مرګ کندې ته کوز کړل. له دې سره د روان کال په وروستیو کې په سوریه کې د دولت او ددوی وسله والو مخالفینو ترمنځ اوربند رامنځ ته شو، چې له دې سره د ځینې نښتو ریپوټونه ورکړل شوي دي.

د عراق په  جګړه کې هم دولتي سرتیرو ځینې لاسته راوړنې درلودې او تر اوسه هم د موصل عملیات دوام لري. دا جګړې ددې لامل شوې ترڅو ډيری کسان د اروپا تر بندو دروازو پاتې شي.

خو هغه بریدونو چې په امریکا کې او اروپا کې تر سره شول ددې کډوالو په برخلیک یې بده اغیزه وکړه. په امریکا کې په نایټ کلپ، د فرانسې په نیس او د آلمان په برلین او نورو سیمو کې بریدونه تر سره شول  چې له امله یې د کډوالو پر مخ پولې وتړل شوې.

دې مسلې پاپ هم اړ کړ ترڅو تر یونانه لاړ شي. خو دا یواځې د اروپا لپاره حیرانونکې پیښې نه وې بلکې هغه ټول پوښتنې  چې له اروپایي ټولنې د انګلستان د وتلو لامل شوه، اته ویشت هیوادیزه اروپا یې اوه ویشت هیوادیزه کړه او دې تولنې یو ډول د کمزورتیا احساس وکړ.

ترکیه، چې له کلونو راهیسې یې له اروپا سره د یوځای کیدو هڅه کوله، ددې کال په لړ کې یې پر خپلې دې غوښتنې خاورې وا ړولې. له دې سره په دې هیواد کې د جولای میاشتې په پنځه لسمه نیټه د حکومت پر وړاندې کودتا تر سره شوه چې د ترکانو لپاره یې بدې پایلې له ځان سره درلودې. په دې پیښه کې دوه سوه نوي کسان ووژل شول یو زر څلور سوه ټپیان او پنځوس زره ونیول شول.

د دوه زره شپاړسم کال د اکتوبر میاشتې په دیارلسمه نیټه د ملګرو ملتونو یو سل دري نوي غړیو پرتګالي دیپلومات ته رایې ورکړې چې په دې سره د ملګرو ملتونو د لوی منشي په توګه وټاکل شو او ددې ادارې نهم لوی منشي وټاکل شو.

یواځې په دې اداره کې دا مهمه پیښه نه وه چې رامنځ ته شوه. په ډې سازمان کې رامنځ ته شوې بیله پیښه د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د ښارګوټو رغاونې پر وړاندې د امنیت شورا د پریکړه لیک تصویب وه، چې د اسرایلي رژیم له قهر سره مخ شوه.

ددې کال په لړ کې د امریکا ولسمشریو ټاکنو مخکښه نومانده هیلاري کلنټون په ناببره توګه د الکترال په ټاکنو کې ماته وخوړه او دې ناڅاپي پیښه نړۍ له حیرانتیا سره مخ  کړه، په ډې سره د امریکا میلیاردر به تر څلورو کلونو د امریکا د ولسمشر په توګه پاتې شي.

د کیوبا پخواني ولسمشر فیدل کاسترو د نوامبر په شپږ ویشتمه په نوي کلنۍ کې له دې نړیه سترګې پټې کړې. مخکې له دې چی دی مړ شي، له امریکا سره د ښو اړیکو د هڅو شاهد پاتې شو. ددې کال په لړ کې د کلمبیا ولسمشر د سولې نړیواله  جایزه ددې لپاره تر لاسه کړه چې له خپلو وسله والو مخالفینو سره یې دوه پنځوس کلنې جګړې ته د پای ټکی کیښود.په دې  جګړه کې له دوه سوه زره ډير کسان وژل شوي دي.

نو له دې مخې، دوه زره اولسم زیږدیز کال په داسې حال کې را روان دی چې نړۍ د سیاست په ډګر کې ډول ډول لوبې پیل کړې دي او ددې کال په وروستیو کې امریکا لسګونه روسي دیپلوماتان شړي دي، که څه هم دا وړاندیز د روسیې ولسمشر ته هم وشو خو ده د امریکا پر پلونو پل کښې نښود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *