په عراق کښې د يو ترټولو لوے کتابتون سېسټم برابر کړے شو

د عراق د کتابتونونو د فهرست د يو شان کولو د سترې پروژې د شروع کولو لپاره د امام حسېن (ع) د پاک حرم د حسيني مقدسې آستانې کتابتون چمتو کيږي.

د امام حسېن (ع) د پاک حرم د مقدسې آستانې يو چارواکي شېخ علي الفتلاوي په دې زمينه کښې وويل: دغه پروژه د راتلونکي زيارت په ورځ د امام حسېن (ع) د حرم په خاتم الانبياء (ص) هال کښې پرانېستل او شروع کيږي او د دغې سترې پروژې په شروع کېدو سره به د کتاب تقاضا کوونکي د خپلې خوښې د کتاب، تيسېز او خطي  نسخې عنوان د عراق په ټولو کتابتونونو کښې لټولې شي.

دغه پروژه ټاکلې شوې ده د عراق د ټکنالوجۍ او اطلاعاتو د جمعيت په ملګرتيا او د کردستان په شمول د عراق د ټولو صوبو په مشارکت سره جوړه شي. دغه فهرست به په ټولو صوبو کښې له ټولو عمومي او خصوصي کتابتونونو او په هغوکښې له موجودو آثارو سره اړوند وي او د دغه سېسټم خدمات به د کتابتونونو د مديريت د نظام له لارې وړاندې کړې شي. الفتلاوي دې ته په اشارې سر چې د عراق د کتابتونونو ټول موجود فهرستونه  به د نړيوالو قواعدو او معيارونو مطابق په دغه کوټلي فهرست کښې ځاے کړي شي او محققانو او څيړونکو ته به دا امکان ورکړي چې په ډېر کم وخت کښې د خپلې خوښې سرچينو ته لاس رسائي پېدا کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *