هند پاکستان ته د تلونکو اوبو د مخنیوي هڅه کوي

هند پاکستان ته د تلونکو اوبو د مخنیوي هڅه کوي

نوي ډېلي د سند سیند او د هغه د لوېدیزو مرستیالو سیندونو د اوبو د ډېر کارونګ هڅې چټکې کړې دي.

د تېر نومبر پر ۲۶ د هند لومړي وزیر ویلي و، چې پاکستان ته تلونکې څاڅکی څاڅکی اوبه به وګرځوي او پر مټ به یې د خپل هېواد د اړمنو کرونګرو د اوبو ستونزه اواره کړي.

 د هند تر واک لاندې کشمیر سرچینه اخلي، خو د سیند طاس تړون له مخې یې ډېرې اوبه د پاکستان ملکیت دي.

هندي چارواکي وايي، په راتلونکو څو کلونو کې د اوبو د ډېر کارولو لپاره، ډېرې اوبه زېرمه کوي او نهرونه ورته جوړولي.

کارپوهان وايي، د نوي ډېلي دغه ګام به د پاکستان سختې اندېښنې وپاروي، چې لا د مخه هم په دغه برخه کې اندېښمن دی.

د پاکستان له لوري پر سیند د دوو برېښنابندونو له پروژې هند خپله اندېښنه ښودلې، خو پاکستان بیا دا اندېښمنوونکې بولي چې نوی ډېلی له سیند طاس تړون په سرغړونې سره له ټاکلې اندازې ډېرې اوبه ګرځول غواړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *