قاسم سلیمانی د منځني ختیځ منجی

قاسم سلیمانی د منځني ختیځ منجی

لیکونکې او څیړونکې

یاسرمحسنی

د فرانسی کبیر او شاهي بریتانیا ترمنځ سایکس پیکو تړون او د شوروی له لوری نظارت یا تر څار لاندي نیول او له دي وروسته چې دغه تړون تطبیق یا پلي شو د منزنیځ ختیځ یا (آسیا) لویدیزه څنډه د سلو کلونو لپاره ترټولو وړوکو هیوادونو په نوم لړ کې شامله یا هم وویشل شوه. د منځنز آسیا یا لویدیزه څنډه له دي امله خورا مهمه وه چې یو په دري وو کې انرژی له دغه سیمې ویستل کېده او په خرڅ لاو رسېده او له بلي خوا له دي امله مهمه سیمه بلل کېده چې آسیا یي له دي لاري اروپا سره نښلوله نو له همدی امله دغه سیمه د سور خط یا باب المندب ترنامه لاندي ځانګړي ځواک یا قدرت څخه برخه منه سیمه بلل کیږي.

د یویشتم قرن یا ۲۰۰۱ کال په پيل سره سم کله چې په منزنیځ ختیځ کې جګړه پیل شوه او د اورلمني وغځیدي او اصلي ریښي یي هم له افغانستان څخه مدیریت کېدي او په دي جګړه کې د دي ترڅنګ چې ډیري آسیایی هیوادونو پکې ګډون درلود د دي ترڅنګ عربانو، چیچینیانو، مجاهدینو، او افریقايي هیوادونو پکې هم ونډه واخیسته او په خاصه توګه دوه ځانګړي یا مشخص اساسی او حیاتي هدفونه تعقیب کړل : لومړي دا چې په ګډه سره یی سور شوروي ته ماته ورکړه او د دي هیواد سر یی د خاورو لاندي کړو او وروسته تر دي د مجاهدینو په وسیله د اسلامي حکومت رامنځ ته کولو لپاره لاره هواره شوه او د تیري جګړي په ورته شان باندي اور رامنځ ته شو چې بلاخره په یولسم د سپتمبر باندي په دي بریدونو کې امریکا هم شامله شوه او امریکا ته د دي لاره هواره شوه ترڅو افغانستان ته هم خپلي پيښې را وغزوی او له تروریزم سره دمبارزه په بهانه دوي ته دغه لاره آسانی سره پرانیستل شوه هغه ترویزم چې دوي پخپله رامنځ ته کړي وو او په پاکستان کې یي وسله والو ته پوځي زده کړو ترڅنګ استخباراتي زده کړي هم ورکولي!

په افغانستان کې وروسته تر دوه کلني جګړي هغه مهال چې د دوي په خوښه حکومت رامنځ ته شو د ترویزم په له منځه وړلو په بهانه د دوي پیښی تر عراق پوري اوږدي شوي او بهانه یي جوړه کړه چې ګویا غواړي په عراق کې د ډله ایزو وژنو مخ نیو وکړی او هلته د صدام د حکومت له منځه وړلو نه وروسته هغه څه رامنځ ته شول چې ترننه یی مونږ ننداره کوو. که څه هم تر دي مهاله پوري د ډله ایزو وژنو له منځه وړل تر دي مهاله پوري په ډاګه شوي ندي خو جورج بوش او تونی بلر چی د جګړي مشران وو او د خلیج دریمه جګړه يي رامنځ ته کړه په تمه پاتي شول خو دا تردي مهاله پوري روښانه نشوه چې د دوي اصلي موخه څه وه؟

د افغانستان او عراق جګړي په اږدو کې یوه نوي پدیده رامنځ ته شوه چې هغه د عربی هیوادونو بهار ترنامه لاندي لمن وغزوله.د افریقایی هیوادونو ترڅنګ د نونس، مصر او یمن اوسیدونکو جوش هم راوپاریده او د حسنی مبارک ، زین العابدین بن علی او علی عبدالله صالح پر وړاندي یی غبرګونونه راوپارول او د دوي پر وړاندي یی مدنی فعالیتونه پيل کړل او په ډیر کم وخت سره یی دغه حکومت ړنګ کړو همد راز اخوانیانو په مصر کې د النهضه اسلام پاله ګوند په نونس کې او او هادي په یمن کې نوي فعالیتونه پيل کړل. دغو دوو مسایلو په سیمه کې نور هم ګواښ زیات کړ او په سیمه کې یی یوځلی بیا قدرت ترلاسه کولو لپاره اور ته لمن ووهله چې دا کار د امریکا متحده ایالاتو په خوښه وو او دوي يي نور هم هیجان کړل او وروته ننداري ته کیناستل. په همدي وخت کې د حالاتو څیړلو خونه یا آژانس د امریکا په ویرجنیا ایالت کې رامنځ ته شو چې پکې د امریکا او افریقا هیوادونو ترڅنګ یوشمیر سخت دریزو جنرالانو ترڅنګ نرم خویه لرونکو جنرالانو هم ونډه درلوده او په دي آژانس کې د دغو هیوادونو ترڅنګ یوشمیر اسرایلی جنرالانو هم پکې ونډه اخیستي وه او دغه ټول حالات یي له نیږدي څخه څارل تر څو چې دوي خپل شوم هدف ته ورسېدل او هغه څه چې دوي غوښتل ترلاسه کړي له دي لاري يي پيدا کړل او د امریکا متحده ایالاتو دغه سخت دریزه لاره یی لا پياوړي ګړه.

د امریکا پالیسي لیکونکو خپل هدف یا استراتیژیکه لاره په دوه پړاونو کې سره وویشله. لومړي : عربی بهار مدیریت : او دوهم او د فوق العاده یا ځانګړي نقشه پلی کول په منځ نیز ختیځ کې. لومړي برخه په دي راڅرخیده چې دوي غوښتل د بهار عربی لپاره له نرمي جګړي یا نرمی لاري کار واخلی او خپله نرمه استراتیژي په کار واچوي ځکه هغه مهال ډيری هیوادونو لکه د بشار اسد او معمر قزافی حکومت چې کمونیستی نظام يي هم درلود له امریکا متحده ایالاتو سره ښي اړیکې نه درلودي او له دي لاري سره يي وغوښتل ترڅو په دغو هیوادونو کې د حکومت پر وړاندي له نرمي لاري کار واخلي او حکومتونو پر وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي که چیري د دوي لاره کامیابه هم نشي دوي وکولي شي له یوي لاري څخه دغه اړیکو ته کالي ورواغوندي نو په همدي تګ لاره کې د عربی بهار استراتیژي په پیل سره دغي لاري ډير ژر په مصر کې کار وکړو او اخوانیان ډیر ژر د مرسی پر وړاندي راپورته شول او ډير ژر د مرسي دغه لاره له ماتي سره مخ شوه او په انقلاب کې یی ماته وخوړه وروسته له دي چې مرسي ماته وخوړه او السیسی حکومت رامنځ ته کړو دوي نوره ستونزه نه درلوده په ځانګړي ډول اسرایلي ریژیم له السیسی سره ستونزی نه درلودي. همدا راز بهار عربي په یمن کې نیمه تمام یا نیمه کاره پاتي شو او دغه لړي سوريي او لیبیا ته خپله لمن وغزوله.

د لویدیزو هیوادونو لپاره ښی ورځی وي ځکه ټولي تګ لاري یا پلانونه د دوي په خوښه سره پرمخ روان وو. د یوي ستري نقشی بدلون او ریژیم بدلون لپاره بدلونونه په جغرافیا کې روان وو هغه ځکه چې سل کلن سایکس پیکوی مخ په ختمیدو وو هغه تړون چې له مخي یی د بریتانیا او فرانسه ترمنځ پري تړون رامنځ ته شوي وو او اوس هغه وخت رارسېدلي وو ترڅو امریکا په خپله خوښه باندي اقتصادی سوداګریز هیوادونه سره وویشي او د هغوي لپاره د خپل واک له مخي ویش ورکړي ترڅو خپل ځواک دخپلي ګټي لپاره وکاروي.

د متحده ایالاتو لومړي لاس غزونه له عراق څخه چې هغه هیواد کې یی کار پیل کړو شروع شوه. کله چې امریکا په عراق کې خپل کار پیل کړ او هغه هم د یوشمیر شیعه مذهبو پرمت چې ډيري یی د حکومت واکداران وو نوي پالیسی پيل کړه خو هخوا بیا ایران د خپل زور ازمایلو په حال کې وو او هڅه یی کوله ترڅو د عراق دفاعي حالت کم زوری او هلته خپل ځواک زیات کړي ترڅو امریکا متحده ایالاتو حالت لکه څرنګه چې په افغانستان کې رنګ واخیست په عراق کې رنګ وانخلي. ایران له دي امله هم د ځان ویره درلوده چې دوي په سیمه کې یواځي تنها پاتي شوي وو او عربی هیوادونو د نفتو له امله امریکا سره لاس یو کړي وو او یواځي ترکیه پاتي وه چي اردوغان هم د خپل ګوند ځاي پرځاي کولو له امله امریکا سره ډغري نشوي وهلي ځکه د خپل ګوند ځاي پر ځاي کېدو له امله اړ وو ترڅو ورسره ناټو مرسته او تري ملاتړ وکړي. نو له دي مخي اسلامي حکومت د (آیت الله خامنه یی) بهرني سیاست لپاره غوره کس وباله او یواځي د بهرنی سیاست پرمخ بیلو او کاروزار لپاره يي دغه کس غوره وباله او د ده تر مشوري لاندي يي کار پيل کړو. څه وخت نه وو تیرشوي چي د ایران سپاه پاسدارانو یو مهم جنرال د واک ترلاسه کولو خوب له امله امریکايي جنرال سره وکتل او د ایران هغه تګ لاري چې دوي پری پرمخ روان وو د لنډي مودي لپاره له منځه یوسي او دغه کار وځنډوي.

سردار قاسم سلیمانی یواځي د نرمي جګړي او د عراق ویښ والي له امله لاس په کار شو او د نورو لید لورو په خلاف یواځي د ټولو توانایی راویښولو لپاره یی کار پيل کړو او د صدر له لوري چې په نجف اشرف کې یی جنډه پورته کړه او پر امریکا یانو یي لاره تنګه ګړه او همدا راز یی د کردانو او د عراق احل سنت ترمنځ کار وکړو او د دوي ترمنځ یی د خپلواکي خوبونه په منځ کې راوپارول او دوي یی دغه کار ته وهڅول او دوي ته يي د خپل زواک او توان ښودلو لاره هم وروه ښوده نو له دي لاري سره پر امریکا یانو باندي ورځ تربلي لاره تنګیدو په حال کې شوه حتا تر دي چې اوریدل شوي سردار سلیمانی د القاعده سرتیرو ترمنځ او ځوانانو په مټ کدرونه رامنځ ته او منسجم کړل نو له دي مخي سره ورځ تربلی د امریکا یی سرتیرو وژنه د عراق احل سنت شیعه او کردانو همدا راز د القاعده سرتیرو له لوری زیاته شوه. نو همدغه موضوع د دي لامل شوه ترڅو امریکایی جنرال په کنګره کې د خپلی ناستي پرمهال وویل ماسره یواځي سردارسلیمانی جنګیږي نه کومه بله ډله او نه هم زما پرمخ څوک ولاړ دي.

قاسم سلیمانی د عراق په کورنیو مسایلوباندي ښه آګاه او پوه وو له دي امله چې د ایران او عراق ترمنځ په اوه کلنه جګړه کې ده ونډه درلوده او خورا زیرک او هوښیار بسیج کس وو. خو کله چې د بهار عربی لمن سوریه ته وغزیده او ټول په دي پوه وو چې هلته بی ګناه کسان په نښه کیږي او له منځه وړل کیږي نو ایران له پخوا څخه هم جدي شو او خپل کار يي لا پیاوړي او جدیت سره پيل کړو ځکه ټوله نړي په دي پوه وه چې سوریه کې بی ګناه کسان په نښه کیږي نو ایران خپلي هڅي پیل کړي او خپلي وسلی او مهمات یی چې له دی وړاندي یی تري په عراق کې ګټه پورته کړي وه کار اخیستلو لپاره چمتو کړل خو کله چې په سوریه کې د جنرالانو او وزیرانو پر وړاندي ځانمرګې برید ترسره شو سردار سلیماني هلته د چورلکې په واسطه لاړو او دغه حالت یی له نیږدي څخه کنټرول کړو. خو د تکفیري ډلو دغه تګ لاره د سوریانو لپاره ښه نه وه او له دي لاری څخه یی خوښه رانغله ځکه چې دوي د حضرت زینت (س) له پلویانو څخه وو. او له دي مخي یی د دوهم ځل لپاره د حضرت علی (رض) لور حرم څخه دفاع ترنامه لاندي ځوانان سره بسیج کړل د دغو سرتیرو لومړي کار یواځي د حرم څخه دفاع وه خو وروسته دغه ډله د تکفیرانو سره د مبارزه دفاع باندي بدله شوه او دغه تګ لاره دیو رسم یا کلتور په توګه دوام پیداکړو. نوله همدی امله دغه ډله د نړیوالو ورځپاڼو ترتیتر لاندي راغله او د حزب الله لبنان په مټ یا مرستي سره وتوانیدله چې جګړه د سوریی له ښار څخه د دی هیواد ختیځ استراتیژيکې سیمی حلب ته ولیږدوي.

ولسی پاڅونکونکو رامنځ ته کول او دوي ته یوه ایدولوژیکه لاره ښول دل د دي سردار له یو بل فعالیت او لاسته راوړني څخه ده. لکه د صدر وسله والو رامنځ ته کول په عراق کې چې د لومړي ځل لپاره رامنځ ته شوه. د پام وړ نکته یا خبره داده چې دوي لومړي خپل ځانونه وپیژندل او د مرګ جامي یی پر تن کړی او له دي امله چې تکفیریانو سره مبارزه وکړي لومړي یی د قد په شان ځانونه چمتو کړل او له دي وروسته د سردار سلیمان ترڅنګ ودریدل، لکه څرنګه چې د انصار او حشدالشعبی او وروته شان ډلی له دي وړاندي له نوموړي سره دریدلي وي دغه ځوانان هم له کورونو څخه وپاڅېدل او د نوموړي په څنګ ګې ودریدل او لکه څرنګه یی چې په موصل کې د داعش پر وړاندي کلکه مبارزه ترسره کړي وه داځل له ده سره په ورته کلکې ارادي او پیمان سره اوګه په اوګه ودریدل. بیشکه چې دا هماغه اسلامي هیوادونو اوسیدونکې وو چې د داعش ګواښ یی اوریدلی وو او ورسره یی د مبارزه کلک هوډ درلود. دغه کورني پاڅون د دمش سوریی بغداد مسکو … کار نه وو دغه کسان د سلیمانی ترمشري لاندي راپاڅیدل.خو ډیری وخت به سلیماني د دوي په منځ کې شتون درلود او کله به هم شتون نه درلود خو د دوي په زړونو کې یی جزبه راپارولي وه.

دغه ټول حالتونه د تیریدو په حال کې وو په داسی حال کې چې اسلامي جمهوري هیواد باندي ورځ تربلي بندیزونه زیاتیدو او دغه لړي لا روانه وه. سردار سلیماني هغه نوم وو چې خورا شهرت یی پیدا کړي وو او پوتین هم له دي نوم سره بلدتیا پیدا کړي وه هرکله به چې پوتین ته د جګړي له ډګر څخه کوم راپور استول کېده په هغه کې به حتمن د سلیمانی نوم ذکر کېده. نو له دي سره سم یوه موده تیره شوه چې روس له سردار سلیمانی سره د لیدولو هیله مندي څرګنده کړه او په لومړي ځل سره سردار سلیمانی له پوتین سره دوه ساعته لیدنه ترسره کړه چې په دي لیدنه کې سردارسلیماني په سیمه کې د متحده ایالاتو تګ لاري نوموړي ته روښانه کړي او له دي وروسته پوتین اعلان وکړو چې سردارسلیماني د خپلو خبرو له لاري نوموړي ته قناعت ورکړو او د نوموړي نظریه یی بدله کړه نو له دي مخي روسیه په سوریی کې د تروریسم له منځه وړلو لپاره مناسب پلانونه جوړل او خپل بریدونه یی د داعش سره د مبارزه په برخه کې پيل کړل، بریدونه او تګ لاره په هغه ډول پرمخ رواني وي چې سردارسلیمانی نړیوالي ټولنی او اسد ته وړاندي کړي وي.

سردارسلیمانی له تروریسم سره د جګړي په وروستیو دریو برخو کې شتون درلود، د عراق موصل، سوریه حلب، او یمن کې القاعده سره همدا راز آوازه خپره شوي وه چې ګویا امریکایانو ویلی که چیری د سردار سلیمانی مخه ونه نیول شي ډیر ژر به نوموړي په اردن او لیبیا کې پوځي اډو کې هم راڅرګند شي ، نو همدا خبره د دي لامل شوه ترڅو پرسردار سلیماني باندي اسرایلی ځواکونو په مرسته څوځلی بریدونه ترسره شول او حتا په ایران کې د نوموړي ترورپلانونه ترسره شول. که څه هم نوموړي یوځل د سوريي په خاوره کې ټپی شو خو ژر ترژره د درملنی لپاره ایران ته ولیږدول شو. قاسم سلیمانی د امریکا لپاره خورا مهم شوی وو در دی ترڅنګ چې په جګړه کې یی ونډه درلوده د ایران او امریکا ترمنځ اتومي پلان په برخه کې هم سردار سلیماني مهم او اغیزمن رول لوباوه. دقیقا کله چې ایران به له پینزه جمع یو هیوادونو ترمنځ د میز پرسر له ستونزو سره مخ کېدل نو اړینه یی بلله ترڅو د سردار سلیمانی طرحوته مخه کړي او د نوموړي له طرحو څخه به یی ګټه پورته کوله ترڅو پینځه جمع یو هیوادونوته قناعت ورکړي او پرهغوي باندي خپلی طرحي وه منلي شي. همدا شان سر دارسلیمانی بهرنیو هیوادونو او یوشمیر مشرانو ته دا په ډاګه کړه هغه تګ لاري چې د دوي هیواد ته ځیان رسوي او له هیواد څخه یی بهر طرحه کیږي ورسره مبارزه وکړي او له منځه یوسی. همدا شان نوموړي ټولو ته د تاریخ په اوږدو کې روښانه کړه چې هیواد ځواکمن هیواد نشي کولي د تاریخي جغرافیي له مخي په نقشو کې بدلون رامنځ ته کړي. خو نوموړي نړیوالو هیوادونو ته دا روښانه کړه چې هر هیواد کولي شي دخپل قانوني حق له لوري څخه دفاع وکړي لکه څرنګه چې ایران له شپګ ځواکمنو هیوادونو سره د اتومی پلان په هکله میز په سرمذاکره وکړه او هغو هیوادونو ته یی قانع کوونکي دلایل وړاندي کړل او هغوي یی دي ته رازي کړل ترڅو ایران خبرو ته غوږکیږدي.

قاسم سلیمانی هغه مهم لامل وو چې عراق څخه یی امریکایی سرتیری وشړل او دغه هیواد يي له ویشل کېدو څخه وژغوره او په سوریی کې د نوموړي همکاری او مرسته ټولو ته روښانه ده. نوموړي دامهال په باب المندب کې هغه ځاي چې دامهال په یمن کې جګړه روانه ده هم حضور لری او هڅه کوي ترڅو خپلي برنامي پلي کړي، او په دي لټه کې ده ترڅو د غرب یا لویدیځ والو شوم پلانونه شنډ کړي، اوس دا سوال راپورته کیږي چې آیا سردار سلیماني به چې پري نښودل ترڅو سایکس پیکو کامیابه شي او دغه استراتیژیکه لار یی له ماتي سره مخ کړه آیا د آسیا یا منځه نیزختیځ لپاره کومه استراتیژي په پام کې لري کنه؟ آیا د نوموړي پلان یواځی د هغو سیمو خوندي ساتل دي چې دامهال یی خپلواکې ترلاسه کړي او د وړوکې منځه نیزختیځ خوندي ساتل دي او دي به وغواړي خپل ډیری تمرکز په شیعه سیمو باندی کړي، او که یواځی وغواړي دخلیج له وړوکې جګړي څخه مخ نیوي وکړي. اوس دي ته په تمه کیږو چې اسلامی جمهوری له نوي ټیم سره غواړي د جګړي میدان ته وروه دانګې په داسی حال کې چې خورا جمهوري پاله نوي ټیم او کابینه هم لری… آیا دامهال ایران له داشان سرتیرو څخه منندویه دي آیا ایرانیان له داشان سردارانو څخه تل لپاره هرکلي کوي آیا ټول اصلاح غوښتونکې ځانونه د داشان سردارانو لپاره مدیون بولي آیا د ایران معاصر تاریخ ځانونه له داشان سردارانو څخه مدیون کوي که خیر؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *