ملگرو ملتونو د ناجريا له دولت خخه غوشتي ترخو د اسلامي غورخنگ مشر له بنده خوشي

ملگرو ملتونو د ناجريا له دولت خخه غوشتي ترخو د  اسلامي غورخنگ مشر له بنده خوشي او د خپلو مخالفينو خپلو ته د پاي تکي کيژدي

دي اداري په خپله سايت کي ويلي د ناجيريا دولت بايد د لگکيو غوشتنو ته غاره کيژدي

د ناجیریا لګکیو اسلامي غورځنګ خونړي ځپل، د ۲۰۱۵  کال د دسامبر له دولسمې ترڅوارلسمې دوام درلود او شیخ ابراهیم زکزاکي چې ددې غورځنګ مشر دی او دده میرمن له یوه کال راهیسې له کومې محکمې پرته په بندخونه کې شپې ورځې تیروي.

د ناجیریا پوځ د دوه زره پنځه لسم کال د دسامبر په دولسمه نیټه د زاریاپه ښا رکې ددې غورځنګ پر پلویان د ډیر فشار له مخې ډيریو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. پوځ په دې ښار کې هڅه کوله ترڅو د خپل مشر لپاره لاره پرانیزې هغه لاره چې د لاریون کونکو له لوري تړل شوې وه.

په ملګرو ملتون کې د ناجیریا لپاره استازي ویلي: «د زاریا په پیښه کې د پوځیانو مداخله او له دې وروسته د لاریون کونکو پر وړاندې د پولیسو چلند، په پوځ کې د سمون په هکله ددې هیواد ژمنه تر پوښتنې لاندې راوسته او چارواکیو ددې شخړو پر وړاندې هیڅ ډول ګام ندی پورته کړی.»

ملګرو ملتونو په دوه زره پڼځه لسم کال کې له دې سره چې وژنې د توجهه  وړ ندي، په دې هکله یې د بې پلوه څیړونو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د دیارلس سوه پنځه نویم کال د غویي  په میاشت کې د  اسلامي غورځنګ د پلویانو وژل او په پټه ددوی خښول او د مستنداتو له منځه وړل یوه بل تر سره شوی جنایت ښودلی دی.

له دې سره دې سازمان له خپل ریپوټ له سره له سپوږمکۍ څخه اخستل شوي انځورونه هم یوځای کړي دي چې پّ ناجیریا کې یې د ډله ایزو قبرونو د جوړولو ښکارندویي کوله. له دې سره په دې هیواد کې د شیخ زکزاکی د خوشي کولو په تړاو لاریونونه هم شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *