د حضرت نبي کريم ص د زوکړې په وياړ په پاکستان کې ډيريو کسانو جشن مراسم تر سره کړي

د حضرت نبي کريم ص د زوکړې په وياړ  په پاکستان کې ډيريو کسانو جشن مراسم تر سره کړي دي

پاکستانيان له دي پرته چي مذهب، پرگنه او نورې د اختلاف وړ برخي په پام کي ونيسي په گډه سره يي له دي ورځې نمانځنه کړې، ښارونه او واټونه يي په څراغونو روښانه کړي دي

نن د څوارلس سوه اته دیرشم کال د ربیع الاول میاشتی دولسمه نیته ده چی د حضرت نبی کریم ص چې نبوت پرې ختم شوی د زوکړې له ورځې سره سمون لري. له دې سره د ځینې روایاتو له مخې د حضرت نبي کریم ص د زوکړې نیټه د همدي میاشتې اولسمه ښودل شوې خو مسلمانانو په دې د اخوت اونۍ نوم  ایښی دی. په پاکستان کې هم د اخوت له اونیه نمانځنه د ربیع الاول میاشتې له دولسمې نیټې پیل شوې چې ددې میاشتې تر اولسمې نیټې به دوام ولري.

په پاکستاان کې مسلمانان خلک د هر وخت په پرته په دې اونۍ کې د یوه بل ترڅنګ په ګډه له دې اونیه نمانځنه کوي، یو او بل ایماني ورور ګڼي او د مسلمانانو تر منځ یوالي په ډيره ښه توګه پلی کوي او نندارې  ته یې وړاندې کوي.

په پاکستان کې مذهبي مشرانو ددې لوی اختر په رارسیدو سره له خپلو پلویانو غواړي ترڅو په دې شپو ورځو کې کینې او اختلافات ځنډې ته کړي، په مذهبي او سنتي لارښونو چې حضرت نبي کریم ص روښانه او په ډاګه کړې عمل وکړي او په دې سره خپله ورورګلوي او یوالی پلی کړي او هغه اسلام دښمنو ته چې په اسلام او مسلمانانو کې د واټن د رامنځ ته کولو هڅې کوي په خپلو اعمالیو سره غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

د پآکستان په بیلا بیلو ښارونو لکه: ‘اسلام آباد، راولپندي، لاهور، کراچي، پيشاور، کويته، مولتان، حيدرآباد، فيصل آباد، جنگ، ديره غازي خان، اسکردو او مظفرآباد’ کې د حضرت نبي کریم ص له مبارک میلاد څخه په ډيره ښه توګه  نمانځنه کیږي.

په دې مراسمو کې د حضرت نبي کریم ص د ژوندانه په هکله مالومات وړاندې کیږي ددوی په ویاړ نعتونه  ویل کیږي، په راډیو ټلویزیونوکې ځانګړې برنامې په لاره اچول کیږي او د غونډو په تره سره کیدو سره په  اسلامي ارزښتونو اوموخو رڼا اچول کیږي. دا مراسم د پاکستان په څلورو ایالتونو کې د دولت له رسمي پلانونو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *