بارسلونا له خپلو دوو لوبغاړیو سره تړون لیکونه غځوي

۲۱ قوس ۱۳۹۵

بارسلونا له خپلو دوو لوبغاړیو سره تړون لیکونه غځوي

۲۹ کلن لیونل مسي اوسمهال د ۲۰۱۸ کال تر جون میاشتې بارسلونا سره قرارداد لري او لویس انریکه د بارسلونا کوچ (روزونکی) په دې کلب کې د مسي لا اوږد شتون لپاره خپله خوښي نشي پټولی: “دا لامل کېږي چې ډېره ارامتیا ولرم.”

دا په داسې حال کې ده چې ۲۹ کلن سوارېز هم له بارسلونا سره د قرارداد غځولو په درشل کې دی او دې ته په کتو چې نیمار هم څه موده وړاندې خپل قرارداد تر ۲۰۲۲ کال پورې بارسلونا سره وغځاوه، داسې ښکاري چې د بارسلونا طلایي مثلث چې په “ام اس ان” (مسي، سوارېز، نیمار) مشهور دی، په دغه لوبډله کې تلپاتې دی.

سوارېز وروسته له هغه چې د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د ۷۵ میلیونه پونډه قرارداد سره له لېورپول نه بارسلونا ته ولاړ، په دغه لوبډله کې بریالی حضور لري او له بارسلونا سره دوه ځلې د اسپانیا اتل او یو ځل د اروپا اتلانو لیګ اتل شوی دی.

د بارسلونا رییس جوزپ ماریا برتومیو وویل: “کار پای ته رسېدلی، یوازې څو جزئي خبرې پاتې دي او موږ په څو راتلونکو ورځو یا اونیو کې دا خبره اعلانوو. موږ غواړو لوییس د اوږدو کلونو لپاره کلب کې پاتې شي. هغه زموږ لپاره مهم شخصیت دی.”

برتومیو چې له یوه یوروګوایي راډیویي چینل سره یې خبرې کولې وویل: “دا به د کرېمس یو فوق العاده ډالۍ وي، نه یوازې د لویس لپاره چې له اوسه پوهېږي دلته خپل کار ته دوام ورکوي، بلکې د فوټبال نندارچیانو لپاره. هغه زموږ د تماشایي مثلث یوه برخه ده چې د ټولې لوبډلې له جوړښت سره مرسته کوي.”

به اشتراک بگذارید:

    دید گاه خود را بنویسید آدرس ایمیل و شماره در دید گاه نشر نخواهد شد

    نام

    ایمیل

    دیدگاه


    برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.