د سریلانکا کرکټ په سیالیو کې دیرې افغانان د افغانستان پر خلاف لوبه کوي

د سریلانکا کرکټ په سیالیو کې دیرې افغانان د افغانستان پر خلاف لوبه کوي

د پاکستاني ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې کې د کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو ۳ افغان لوبغاړي شامل دي

ټاکل شوې ده، د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت د ۱۹ کلنو په ۵۰ اوریزو (اسیا جام) کرکټ ټورنمېنټ کې ګډون وکړي، چې د ۳ افغان لوبغاړیو په ګډون به په دغه لوبډله کې پاکستانۍ لوبډله هم ګډون ولري.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې تر څنګ د پاکستان، بنګله دېش، هندوستان، مالیزیا، سریلانکا، نیپال او سنګاپور لوبډلې هم برخه لري.

د اعلان شوي مهالوېش له مخی به افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ سیالي د ډېسمبر میاشتې پر ۱۵ مه نېټه له بنګله دېشۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.

دغه راز د دې سیالیو په دوام به افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د ډېسمبر پر ۱۶ م له پاکستان او د ډېسمبر پر ۱۸ م له سنګاپور لوبډلې سره سیالي وکړي.

د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله به په هندوستان کې له تمریناتو او له ۶ تمریني سیالیو وروسته د ډېسمبر پر ۸ مه نېټه سریلانکا ته روانه شي.

افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ سیالي د ډېسمبر میاشتې پر ۱۵ مه نېټه له بنګله دېشۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي

په پاکستانۍ اعلان شوې ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې کې بیا ۸ پښتانه لوبغاړي اخیستل شوي، چې د کونړ، ننګرهار او نورستان ۳ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي، چې د نومونو اخیستل یې ښایي د کرکټ راتلونکې ته زیان ورسوي.

ویل کېږي، په پاکستانۍ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې کې غوره شويو ۳ افغان لوبغاړیو د افغانستان په کورني کرکټ کی د لوبېدو هڅې کړي؛ خو چانس نه دی ورکړل شوی؛ ځکه یې نو د پاکستان له پاره د لوبېدو پرېکړه کړیده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *