تر ټول ډير فساد په قضایی ادارو کې دی

سږکال په افغانستان کې خلکو د خپلو کارونو د اجرا لپاره مفسدو مامورینو ته تر درې ملیاردو ډالرو پورې رشوت ورکړی، چې دا شمیره د تیرکال پرتله پنځوس فیصده زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې اجرائیوي رئیس سید اکرام فصلي امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل، تیر کال افغانانو د خپلو کارونو د اجرا لپاره مفسدو مامورینو ته تر دوو ملیاردو ډالرو پورې رشوت ورکړی وو.

ښاغلي افصلي وویل “متاسفانه په تیرو دوو کلونو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې چې له افغان حکومت څخه هیله کیدله پرمختګ نه لره، او د فساد کچه په بې ساري ډول پورته ختلې، خلک اړ دي چې په حکومتي ادارو کې د خپلو کارونو د اجرا لپاره زیات رشوت ورکړي او زموږ موندنې ښيي چې د رشوت د ورکولو کچه د دوو ملیاردو څخه درې ملیاردو ډالرو ته پورته ختلې ده”.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې د اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالۍ ورځې په مناسبت نن په کابل کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د فساد د شتون او د فساد څخه د زیږیدلو ګواښونو او ننګونو په باب یو تحقیقي رپوټ خپور کړ.

په دې پلټنه کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۸۰۰ کسانو سره مرکې شوي دي.

د افغانستان د شفافیت د ادارې اجرائیوي رئیس وویل، د دوی لویه اندیښنه داده چې هغه ادارې چې فساد سره په مبارزه بوختې دي پخپله په فساد کې ښکیلې دي.

ښاغلي افضلي وویل “متاسفانه تر ټولو ډیر فساد په هغو ادارو کې لیدل کیږي چې په کار دي پخپله له فساد سره مبازره وکړي، عدلي او قضایي ادارې، پولیس ګمرکونه هغه ادارې دي چې متاسفانه ډیر فساد په کې شته دی”.

د افغانستان د شفافیت د څار د ادارې اجرائیوي رئیس د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو په اړه وایي، چې تراوسه دغو اقداماتو د پام وړ پایلې نه لرلې.

ښاغلي افضلي وویل “په دې کې شک نشته چې افغان حکومت په ځینو برخو کې لاس ته راوړنې لري، مثلآ د تدارکاتو په برخه کې له بهر څارنه رامنځ ته شوې ده، خو اوس هم د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره لازم کارونه نه دي ترسره شوي، د معلوماتو ته د لاس رسي د څار کمیسیون کوم ملاتړ ته یې چې د حکومت څخه اړتیا لرله ترننه دا ملاتړ نه لري”.

افغان حکومت د فساد سره د مبارزې لپاره یو ځانګړی عدلي او قضایي مرکز جوړ کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *