د آلمان پولیسو یو افغان کډوال پر یوې جنۍ د جنسي تیري او بیا ددې د وژلو په تور نیولی دی

د آلمان پولیسو یو افغان کډوال پر یوې جنۍ د جنسي تیري او بیا ددې د وژلو په تور نیولی دی

د اروپایي ټولنې د یوه لوړپوړي چارواکي لور ماریا لیدنبرګر د طب پوهنځي محصله او د کډوالو د یوه مرکز داوطلبه کارمنه وه.

کله چې ماریا لیدنبرګر د جرمنی په فریبرګ ښار کې د پوهنتون له مېلمستیا ستنېدله، په پلې لار کې پرې برید شوی دی.

د رپوټونو له مخې دا پېښه د اکتوبر پر ۱۶ شوې، خو معلومات یې ځکه اوس خپرېږي چې تېره جمعه په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.

پلټونکي وايي، پر ماریا لومړی جنسي تیری شوی او بیا سیند ته غورځول شوی ده.‌

داسې ویل کېږي چې نوموړې د ډوبېدو له امله مړه شوې خو تر اوسه دغه خبره پوره روښانه نه ده.

شکمن افغان له هغه وروسته ونیول شو چې پولیسو لارې ته نږدې په یو پړوني ډي اېن اې وموندل.

دوی د پېښې په ځای کې د سر وېښتان هم وموندل او بیا یې د امنیتي کمرو له لارې د ورته وېښتانو په موندلو سره شکمن کس پیدا کړ.

دغه اوولس کلن افغان له نیولو وروسته تورن شوی چې پر ماریا یې برید کړی دی.

د ځینو رپوټونو له مخې دغه ۱۷ کلن افغان خپل جرم منلی دی.

ویل کېږي د نوموړي محکمه به راتلونکې کال کې له یو شمېر پلټنونو وروسته تر سره شي.

دغه افغان کډوال تېر کال جرمني ته تللی او له یوې ځايي کورنۍ سره اوسېږي.

د رپوټونو له مخې اغلې لیدنبرګر په خپل وزګار وخت کې له کډوالو سره په یوه پنډغالي کې مرستې کولې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *