د بنګله دیش د غوره لیګ تر ټولو مخکښ لوبغاړي شهزاد او نبي ښودل شوي

د بنګله دیش د غوره لیګ تر ټولو مخکښ لوبغاړي شهزاد او نبي  ښودل شوي

په بنګله دیش کې د ۲۰۱۶ کال د کرکټ د غوره لیګ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ پخوانی کپتان محمد نبي او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد د منډو او د لوبغاړو د سوځولو پر اساس د ټولو نړیوالو لوبغاړو نه مخکې دي.

محمد نبي چې د چټګان وایکنګز په لوبډله کې لوبه کوي، تر دې دمه یې په دولسو لوبو کې اتلس لوبغاړي سوځولي دي. نبي پخپلې لوبډلې کې د زیاتو شپږیزو د وهلو له مخې هم مخکښ دی. هغه تر اوسه دولس شپږیزې وهلي دي.

د افغانستان د کرکټ دغه لوبغاړی په روانو سیالیو کې پر دې هم د ټولو نه وړاندې دی چې په یوه لوبه کې یې زیات توپونه نیولي یا “کیچ” کړیدي.نبي په یوه لوبه کې درې کیچونه اخیستي دي.

بل پلو محمد شهزاد په روانو سیالیو کې د زیاتو منډو د جوړولو له مخې د ټولو نړیوالو لوبغاړو نه وړاندې دی. سره لدې چې په شهزاد د یوه بل لوبغاړي سره د جنجال په خاطر په دوه لوبو کې بندیز لګیدلی و خو هغه اوس هم پدې سیالیو کې یوازینی بهرنی یا غیرې بنګالی لوبغاړی دی چې زیاتې منډې یې جوړې کړیدي. محمد شهزاد په لسو لوبو کې ۳۰۵ رنزونه کړیدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *