په اسرایلو کې د اور وژلو په موخه مصریان او اردنیان مرستو ته ور دانګلي دي

په اسرایلو کې د اور وژلو په موخه مصریان او اردنیان مرستو ته ور دانګلي دي

په قاهره کې د نیواک ګر رژیم سفارت خونې په خپله رسمي فیسبوک پانه کې، د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر د ویاند له خولې لیکلي چې مصر او اردون په دې سیمه کې د اور وژلو لپاره له اسرایلو سره مرسته کوي.

مصر او اردن ویلي: «ملګرتیا د سختې ورځې لپاره وي، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویاند په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې ویلي، مصراو اردن له دې رژیم سره په دې برخه کې مرسته کوي او ددې مرستو وړاندیز یې کړی دی. ده دوام ورکړی:« لومړي وزیر ددوی وړاندیزمنلی، مصر اسرایلو ته دوه څرخي الوتکې او اردن د مرسته رسونکو دوه موټر اسرایلو ته استولي دي.»

په اسرایلو کې اور لګیدنه تیره اونۍ د وچې هوا، اورښت د نشتون له کبله پیل شوه خود ددې رژیم د کمزورتیا له امله یې لمنه ډيره په چټکۍ سره پراخه شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *