له ټرامپ څخه د افغان میرمنو د ملاتړ غوښتنه شوې ده

له ټرامپ څخه د افغان میرمنو د ملاتړ غوښتنه شوې ده

میرمن بش پر ښاغلي ټرمپ غږ کړی چې له افغان ښځو سره د امریکا د ملاتړ هڅې روانې وساتي

لورا بش چې تر اوسه د امریکا د انتخاباتو او د دونالد ټرمپ د بري په اړه چپه خوله پاتې وه، په خپلو تازه څرګندونو کې پر ښاغلي ټرمپ غږ کړی چې له افغان ښځو نه د امریکا د ملاتړ هڅو ته دوام ورکړي.

میرمن بش ویلي “موږ باید په افغانستان کې کار وکړو، موږ باید لاس په سر نشو. موږ نوی حکومت لرو او دا زموږ د ټولو دنده ده چې نوي حکومت ته ووایو چې موږ غواړو او زموږ هیله هم همدا ده چې کارونه مو همداسې روان وي”.

د ښځو د ډیموکراسۍ شبکې د ” ۱۰ د ۱۰ لپاره” په نوم د افغان میرمنو په استازیتوب یو مډال هم ورکړ. دا جایزه د نومبر د میاشتې په ۱۴ نېټه په تګزاس ایالت په دالاس ښار کې د جورج ډبلیو بش په ریاستي مرکز کې ورکړل شوه. دغلته په افغانستان او پاکستان کې د سولې لپاره مبارزو میرمنو او ښځو ته یوه غونډه جوړه شوې وه.

د افغان ښځو په استازیتوب مریم ساپۍ هم د امریکا له منتخب ولسمشر نه وغوښتل چې په افغانستان کې ښکیل پاتې شي.

نوموړۍ وویل چې دا د امریکا د نوي حکومت لپاره ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې د سولې د بهیر ننګه وکړي.

لورا بش د افغان-امریکایانو د ښځو د شورا د مدیره پلاوي افتخاري غړې ده، د دغې شورا په روزنیز، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د افغان میرمنو او ماشومانو سره کار کوي.

دا شورا مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي او پخواني ولسمشر جور بش پرانستې وه. لورا بش تراوسه درې ځلې افغانستان ته تللې او هلته یې د امریکايي پوهنتون په پرانیستلو کې هم ونډه اخیستې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *