هرات کې يوه سړي خپله مېرمن وژلې ده

تېره شپه د هرات ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې ۳۲ کلنه مېرمن د خپل مېړه له لوري وژل شوې او اوس يې مړی د زنده جان ولسوالۍ له اوغې کلي څخه سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوی دی.

د هرات د سيمه ييز روغتون وياند محمد رفيق شېرزی وايي، چې د وژل شوې مېرمن پر تن د وهلو ټکولو نښې نښانې ليدل کېږي.

شېرزي زياته کړه، په روان کال کې دا څوومه پېښه ده، چې د مېرمنو د وژل کېدو قضيې دې روغتون کې ثبتېږي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د ښځو د حقوقو مدافع ټولنو د داسې پېښو پر وړاندې اندېښنې څرکندې کړې او وايي، چې د داسې پېښو عاملين بايد مجازات شي.

هرات کې په ماشومتوب کې واده کول، غريبي، د سواد د کچې ټيټوالی او ځينې نور عوامل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه ګڼل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *