تحلیل (څیړنه): په سوریه کې هیڅ کومې ښکیلې ډلې د سوریې د کړکیچ د حل لپاره کومه اراده نلري

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي استیفن دمیستورا سفرونه هم په عمومي ډول بې ګټې دي. په جینوا کې د سوریې د سولې په اړه د ورستیو خبرو اترو له ناکامیدو وروسته هم تر اوسه کومه نوې غونډه نده ترسره شوی. هیڅ لوري دې ته ندي چمتو چې یو بل ته امتیازات ورکړي او په همدې حال کې نغواړي په خالي لاس سره په خبرو اترو کې ګډون وکړي او په ماتې سره د خبرو اترو میز پریږدي.

د سوریې مخالفانو هم د خپل ځان لپاره یوازې یو تعریف کړي او هغه هم د واک څخه د بشار اسد لرکیېدل د سوریې د کړکیچ لپاره د حل لاره بولي.

د سوریی حکومت هم په هیڅ ډول چمتو ندي چې دا حل لاره قبوله کړي. حتی دا خبرونه چې ګویا پر بشار اسد باندي د واک څخه د لرې کېدو په خاطر د روس له لوري پرې فشار دی چې دا هم دوه حالتونو لري یا دا چې دا خبرونه په بشپړ ډول بې بنسټه، دروغ او د رسنیو خیال اچونه ده او یا په حقیقت کې روسانو دا ډول توصیه کړې ده او بشار اسد نده قبوله کړې.

د یادولوده چې ددغه خبر د سموالي په خاطر هیڅ کوم داسې سند په لاس کې نشته. خو له بل لوري روښانه ده چې امریکا، اورپایی ټولنه، د بشار اسد ښمنان چې له قدرت څخه د تلو په خاطر یې عجله کوله، خو اوس بلکه کومه داسې غوښتنه نده شوې.

د دوي تمرکز اوس مهال د داعش وسلوالې ډلې سره پر مبارزې دی او اوس د واک څخه د بشار اسد د تلو کومه موضوع نده مطرح شوې. البته دا پدې معنا نده چې دوي د بشار اسد له ګوښه کیدو څخه منصرف دي بلکه یوازې دومره ویلای شوی چې ددوي د لومړیتوب موضوع اوس د بشار اسد ګوښه کول ندي، د دوي لومړیتوب اوس د ترهګری په ځانګړې توګه له داعش وسلوالې ډلې سره مبارزه ده په همدې خاطر د سوریې د کړکیچ په اړه کومه بله موضوع له ځانه نه ښکاره کوي.

که چیرې د سوریی د جګړې د ډګر وضعیت او جنګي سنګرونو ته ځیرو شو. لیدل کیژی چې د سوريې نیژدې ۳۰۰ زره پوځ همدا اوس د خپلو متحدانو سره یوځاي په ټولو جبهاتو کې د دښمن سره پر جګړه بوخت دي. له بل لوري د حلب په شمال کې د وسلوالو ډلو لکه احرار شام جبهه فتح الشام جګړې لکه د تیر په څیر دوام لري. او له بلې خو د رقه په سویل کې د له داعش وسلوالې ډلې سره په مبارزه کې دي. په شمال لویدیځ کې هم کردان د حسکې پر سر جنګیژي. خو دا لوبې یو لوري دي. بل لوري ته یو له بل سره د وسلوالو جګړه ده . فتح الشام او آزاد پوځ همدا اوس د سوریې په بیلا بیلو برخو کې د داعش سره په جګړه کې دي

داعش پدغه سیمو کې په ټوله کې د ترکیې تر ملاتړ لاندې وسلوالو ډلو سره مبارزه کوي. یوې خواته هم د کردانو جبهه چې د امریکا تر ملاتړ لاندې شتون لري او د وسلوالو لکه داعش سره په جګړه کې دي.

څه موده وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په جینو کې ولیدل. دواړو خواوو په داسې برخو هوکړه کړې چې مخکې له دې یې هم هوکړه کړې وه خو دا ځل یې یې له نویو کړنو او خبرو کار واخیست ترڅو د رسنیو لپاره نوې مسله وښودل شي. په داسې حال کې چې دواړو خواوو د تړلو ورونو تر شا نهه ساعته خبرې وکړې په دې خبرو کې چې بریالۍ نه وې له وسله والو ډلو سره د مبارزې په هکله وې.

امریکا نغواړي تر څو د النصرې پر دلې چې ترکیه او عربستان ترې ملاتړ کوي د روسیې له لوري بریدونه وشي په داسې حال کې چې روسیه بیا د دمشق د ټولو وسله والو بر وړاندې د مبارزې غوښتنه کوي.

په همدې توګه د سوریې جګړې ته د چین وردانګلو پّ سوریه کې جګړې نوی رنګ خپل کړ ویل شوي چې چینایي لویه بیړۍ له یوه کال راهیسې د طرطوس په بندر کې ځای پر ځای شوې ده خو خبر یې په رسنیو کې نه وو خپور شوی. اوس داسې ریپوټونه خپریږي چې ګواکې چین غواړي ترڅو د هغه وسله والو پر وړاندې لاس په کار شي کوم چې د چین امنیت ته ګواښ رامنځ ته کوې او دا ډله د ایغوریانو په نامه یادیږي. دا هغه درې زره کسیزه ډله ده چې د جیش الاسلام الترکي په نامه یادیږي، له القاعدې سره یې بعیت کړې او له النصرې سره نږدې اړیکي لري.

په دې سره مونږ دداسې پړاو شاهدان یو چې هر هیواد د خپلو ګټو په لټه کې دی دې پیچلي پړاو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د سوریې جګړه به تر ډيره دوام ورکړي او ددې جګړې د پای ته رسیدو لپاره هیڅ یو هیواد هم کوم پلان نلري.

اوس مهال د روسیې لپاره دا اړینه ده په هره توګه چې کیږي باید د حلب شار ونیسي. د حلب ښار نیول هم د سوریې د دولت ځواک لوړوي او هم په سوریه کې د روسیې شتون ځواکمنوي نو له دې مخې د حلب ښار په نیولو ټینګار کیږي. روسان په دې هیله دي ترڅو په بشپړه توګه د سوریې نبض تر لاسه کړي ترڅو په دې سره امریکایانو په اولویدیځوال شاتګ ته اړ کړي. له دې سره د حلب نیول له سعودي عربستان او قطر سره د روسیې د زور مالومول هم ګنل کیږي چې له مخې به یې په سوریه کې دوی له خپلو تګلارو په شا کړي، له بل لوري به ر وسیه د ترکې پر وړاندې هم غاړه هسکه کړي.

په ورته حال کې د دمشق د وسله والو له لوري د حلب ساتل د ترکیې لپاره هم داهمیت وړ دي او د دې ښار جګړه داسې جګړه نده چې په ډيرې آسانی سره د له منځه لاړه شي، دا هغه جګړه ده چې ترکان، عربستانیان، قطریان، امریکایان، ایرانیان او روسان یې د ځان لپاره ډیره ارزښتناکه بولي، له دې مخې دا طبعي خبره ده چې ددې ښار جګړه به نوي اړخونه پیدا کوي او یوې پایلې ته رسیدل به ډیر وخت ونیسي لکه څرنګه چې د دمشق له وسله والو مخالفینو د دې ښار د پاکوالي پروژه له اوو میاشتو راهیسې روانه ده او تر اوسه دوام لري.

بل لور ته اوس مهال د امریکایانو لپاره تر ټولو مهمه خبره له داعش څخه د رقې ښار پاکوالی ده خو له دې سره امریکا نغواړي ترڅو تر نږدې راتلونکې د سوریې مسله هواره شي.

له داعشه د رقي ښار پاکوالی له مخې دموکراتان کولای شي په ټاکنو کې ښه رول ولري نو له دې مخې ددې پر ځای چې ډيره پاملرنه حلب ته وګرځوي د رقي ښار د پاکوالي هڅې کوي. خو د حلب په هکله دوی هڅه کوي چې مسله یې اوږد مهاله شي او تول اړخونه دې ته اړ شي ترڅو په دې برخه کې لګښت ورکړي. امریکا په دې ښه پوهیږي چې د سوریې ستونزه به هغه دوسیه وي چې د امریکا راتلونکې حکومت ته به پاتې وي او دوی نغواړي ترڅو د اوسني حکومت په وروستیو پاتې څو میاشتو کې دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.

د ایران لپاره له لومړۍ ورځې د بشار اسد ساتل ډیر اړین وو او تر اوسه هم دوی پر خپلې غوښتنې ټینګار کوي او په دې برخه کې هڅې.

د سوریې جګړې له لومړیو د ایران لپاره اهمیت درلود او د ایران بل ملاتړی لوری د حزب الله ډله وه. اوس دا جګړه د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره په سیالۍ اوښتې. ایران اوس سیالیو ډګر ته ور دانګلې او دا طبعي خبره ده چې دوی به هیڅکله له خپلو ګټو لاس په سر نشي. ایران د نورو هیوادونو په څیر پّ سوریه کې پانګونه کوي ترڅو خپلو موخو ته ورسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *