A Syrian man covered with dust carries pieces of metal on a street cluttered with rubble following a reported air strike on the rebel-held neighbourhood of Sakhur in the northern city of Aleppo, on August 15, 2016. / AFP / AMEER ALHALBI (Photo credit should read AMEER ALHALBI/AFP/Getty Images)

په اوسنیو شرایطو کې د بشار السد متحدین د عمل ابتکار په لاس کې لري. د سوریې د ډګر اصلي لوبغاړي اوس روسیه او ایران دي، په یوه ګام کې چې د مسکو او تهران د ستراتیژیکو همکاریو یوه برخه ده، د روسیې الوتکې د ایران په خاوره کې ځا پر ځاي شوې او د ایران او روسیې ترمنځ د همکاریو پړاو د تیر په پرتله پرمختګ کوي . دا په داسې حال کې ده چې امریکا په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې بوخته ده او ددغه هېواد د دوو مطرحو ګوندونو نوماندان د قدرت د لاسته راوړلو په خاطر یو له بل سره سخت په رقابت کې دي. دغه موضوع ددې سبب شوې چې سوریه لږ شانته د امریکا له پاملرنې ګوښه شي.

اروپايي هېوادونه هم امریکا ته ورته په بلجیم، فرانسه، آلمان او یو شمیر نورو هېوادونو کې له بریدونو وروسته تر ډیره حده دفاعي حالت یې ځانته خپل کړي او داسې به نظر رسي چې ددغه هیوادونو سیاست او استراتیژیی د منځني خیتځ د هیوادونو په اړه د دولتمردانو په کاري برنامو کې ځاي نیولي دي . خو له ټولو مهم هغه تحولات دي چې ترکیې شاه ته پري اښی دي.

په دغه هیواد کې د پوځیانو له لوري کودتا، اردوغان او د عدالت او پرمختګ ګوند یی د پراخو بدلونو خواته بوتلو. اردوغان د سوریي په خاوره کې د روسیی له الوتکې ویشتو وروسته، دې ته اړ شو چې د روسیی څخه بښنه وغواړي او په کودتا کې د امریکا له داخلوولو ورسته یې روسيې ته سفر وکړ او د روسیی څخه د لیدنې په لړ کې یې ددغه هېواد سره د نویو اړیکو فصل پرانیست. ددغه سفر په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ترکیی ته سفر وکړ تر څو د ایران او ترکیی تر منځ د اړیکو د ښه کیدو ښکارندوي وکړي، داسې یو حالت سوریه په پراخ ډول د سوریې د متحیدینو یعنې روسیې او ایران تر کنترول لاندې راولي.

د حلب ښار جنګ د هغه بیلا بیلو اړخونو ښکارندوي کوي چې سوریه یې په یوه کړکیچن حالت کې پر اېښې ده. په داسې حال کې چې ټولې جګړې نړیوال او سیمه ایز اړخونه لري. دوه مرکزي جکړي شتون لري چې د سوریې ټول شرایط تعینه وي: یو د سوري ځواکونو او محتدینو ترمنځ جګړې له یوې خوا، او د سورېې د مخالفانو ایتلاف چې نوي رامنځته شوي دی په بل لوري کې، پدې نښتو کې حلب د جګړو د ثقل مرکز دي. له بل لوري یو بل ایتلاف چې ډیر لوي دی چې د سوریې دولتي ځواکونو او روسې نه جوړ شوي دي او امریکا هم د فني له لحاظه تر ملاتړ کوی تر څو له داعش سره مبارزه وکړی .

په ټوله کې په سوریه کې د جګړې میدان د داعش په ګټه نه وو، کلابندي ته په کتو، د مالی منابعو کموالي او د داعش پر وړاندې د بریدونو د زیاتیدو سره دغه ډله له پخوا اوس ډیره تر فشار لاندې ده.

له بل لوری عرب ځواکونه چې د امریکا تر ملاتړ لاندې شتون لری او کردي ځواکونه چې وکولای شول د منبیج ښار د داعش تر واک وباسي.

د یادولو ده چې دا بریا د داعش د وسلوالو د زګونو کسانو په له لاسه ورکو سره په ټوله سوریه او عراق کې د داعش لپاره تر ټولو سخته ماتې وه. لکه څنګه چط د ابوبکر البغدادي ځواکونو په تیرو ۱۸ میاشتو کې د څلورو څخه یوه برخه چې د دوی تر واک لاندې وې په سوریه او عراق له لاسه ورکړی دي. اوس ټولې هیلې رقه ښار ته دي هغه لوي ښار چې اوس د داعش تر کنترول لاندې دي. دا ښار هم د امریکا د ملاتړو تر سختو بریدونو لاندې راغلي او دغه ډلې هڅه کوی چې هغه هم د داعش وسلوالو له واک څخه بهر کړي. طبعي ده چې دغه بریا به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لپاره تر ټوله خوږه شیرنی وي په

A Syrian man covered with dust carries pieces of metal on a street cluttered with rubble following a reported air strike on the rebel-held neighbourhood of Sakhur in the northern city of Aleppo, on August 15, 2016. / AFP / AMEER ALHALBI        (Photo credit should read AMEER ALHALBI/AFP/Getty Images)
A Syrian man covered with dust carries pieces of metal on a street cluttered with rubble following a reported air strike on the rebel-held neighbourhood of Sakhur in the northern city of Aleppo, on August 15, 2016. / AFP / AMEER ALHALBI (Photo credit should read AMEER ALHALBI/AFP/Getty Images)

ځانګړې توګه چې د جمهوري غوښتونکو ګوند مخکې نوماند ډونالډ ترمپ پدې وروستیو کې بارک اوباما او هیلاري کلینټون د داعش په رامنځته کولو کې تورن کړل.

هغه څه چې حلب یې پدې وروستیو اوونیو کې شاهد وو، پوځی ستونزې او د ملکي کسانو د قربانیانو ډیرښت دي. د سورېې دولتي ځواکونو د ډیر وخت لپاره د حلب ښاره په خپله کلابندی کې درلود، خو لدې ځايه چې دا د سوریې دویم تر ټولو لوي ښار د سوري د دولت د مخالفانو لپاره ستراتیژیک وړ دي، ددغه ښار کلابندي وسلوالو له لوري په پراخ برید سره ماته شوه. خو اوس ددغه ښار د لویدیځ ښار د پراخې کلابندۍ شاهد یو چې نیژدې ۲ میلیونه کسان یې د بدبختۍ په حالت کې اچولي.

د حلب ښار د څیړنې ارزښت هغو کسانو ته چې پدې نښتو کې رول لري یو سخت کار دي. د مخالفو ډلو لپاره ډیره مهمه وه چې انساني ځواک او زیرمې له بل ځاي څخه پید ا کړی او په همدې خاطر باید د دولتي ځواکونو د کلابندي نه د وتلو په خاطر یوه واحد یووالي ته رسیدلي وایی، پدې منځ کې د دولتي ځواکونو شاه تګ د حلب ښار په شاه وخوا کې د روسيي رول پدي مینځ کې لا ډیر کړ.

د سوریي د جګړي یو بل اړخ چې په حلب ښار کې جنګ ته زور ورکړي دی، د ملګرو ملتونو له لوری د کړکیچ د حل په موخه د وړاندې شوې طرح ګوښه کول دی. د سوريي لپاره د ملګرو ملتونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استفن دیموستورا ډیرې ژمنې مطرح کړي، خو ددغه موخې او طرحې وړاندې کول د سوریې په داسې یوه حالت کې په بشپړه ډول بې معنې شوې.

په داسې حال کې چې ټولو په یوه ټاکونکو خبرو کې د ګډون په موخه تمایل درلود، خو ټولو خپلو غوښتنو ته د رسیدو په خاطر د پوځې وسایلو نه استفاده غوښتله چې دا حلب ښار د اوسیدونکو لپاره یو بد خبر وو.

د سوریې د اوسنې حالت د پوهېدونو په خاطر باید ددغه هیواد د ننه جګړې ته وکتل شي او هم مهاله ددغه صحنې لوبغاړي او په کې ښکلې خواوې تر نظر لاندې ونیول شي. هغه جګړې چې د سوریې په منبیج ښار کې دوام درلود او هغه جنګ چې تمه ده په حلب کې پیل شي، په سوریه کې به راتلونکې ته هیلې لږ روښانه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *