د پاکستان بلوچستان ایالت په یوه روغتون کې چاودنه شوې ده

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ملکي روغتون ته څېرمه چاودنې ۴۳ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

۶.۱

په وژل شویو او ټپیانو کې هغه مدافع وکیلان او خبریالان هم دي، چې د بلال انور کاسي د وژل کېدو په ویر راغونډ شوي وو.

په دغه چاودنه کې د ‘اج’ په نامه د یوه شخصي ټلوېزیون کامره چلوونکی شهزاد خان هم وژل شوی او د یوه بل ‘ډان’ ټلویزیون کامره چلوونکی محمود سخت ټپي شوی دی. د ‘دونیا’ په نامه یو بل ټلویزیون بیا وايي، ددوی یو خبریال فریدالله هم سخت ټپي شوی دی.

له چاودنې وروسته ډزې هم شوې. تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د پاکستان پولیسو ویلي، اټکل کوي دا ځانمرګی برید و.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید غندلی دی: “هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دې ایالت کې ټیکاو او سوله ته زیان ورسوي. بلوچستان کې خلک، پولیس او امنیتي ځواکونه د هېواد لپاره سرښندنې ته چمتو دي”.

۶.۲

په وروستیو کې کوټه کې ګڼ بریدونه شوي، چې د ځینو پړه په بېلتونپالو اورپکو اچول کېږي.

په وروستیو بریدونو کې ځینې مدافع وکیلان په نښه شوي.

چاودنه داسې مهال شوې چې له روغتون بهر ځینې مدافع وکیلان هم حاضر وو.

کوټه کې د بي بي سي خبریال وايي، د دوشنبې په ورځ د مدافع وکیلانو ټولنې مشر بلال انور کاسي د کوټې منو جان پر سړک د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

یاد خبریال وایی، د بلال انور کاسي مړی د کوټې ملکي روغتون ته راوړل شوی و او بهر ګڼ مدافع وکیلان ورته ولاړ وو چې چاودونه وشوه.

د بلوچستان یوه حکومتي ویاند انوار الحق کاکړ د پاکستان تلوېزیون ته وویل، تر اوسه د چاودنې ډول نه دی روښانه شوی.

دی وايي، ځینې ټپیان د بولان میډیکل کالج او سي اېم ایچ روغتون ته لېږدول شوي.

ویاند زیاتوي، له روغتون بهر مدافع وکیلان او خبریالان هم حاضر وو.

سرچینه:بی بی سی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *