په یوه اوونۍ کې لګ تر لګه ۵ زره کورنۍ افغانستان ته راغلي دي
د پاکستان د فشارونو له کبله لږ ترلږه ۵ زره افغان کډوال په وروستۍ یوه اوونۍ کې خپل هیواد ته راغلي دي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویندوی اسلام الدین جرات وویل، ځیني بېرته راګرځېدلي مهاجر هغه کسان دي چې په پاکستان کې یې د هستوګنې اسناد نه لرل.
له دغو کډوالو سره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ هم هیڅ راز مرسته نه ده کړې ځکه چې دا کمیشنري یوازې له هغو راستنېدونکو کډوالو سره مرسته کوي چې په پاکستان کې د هستونګې قانوني اسناد لري او د مهاجرو په توګه ثبت شوي دي.