د پاکستان په کراچۍ ښار کې دوه پولیس ووژل شول

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ډزو یوه پېښه کې دوه پوځيان وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. پېښه د کراچۍ ښار مرکزي صدر سیمه کې شوې ده.

۲

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ، ځايي پولیس وايي نامعلومو کسانو د پوځ پر یوه روان ګاډي ډزې وکړې، چې پایله کې یې دوه پوځیان ووژل شوو.

پولیس وايي پېښه د صدر پارکنګ پلازه سیمه کې شوې ده.

بریدګر د پېښې له ځایه وتلي دي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د پېښې ټپیان جناح دولتي روغتون ته لېږدول شول.

د یاد روغتون بېړنیو طبي مرستو برخې مشرې سیمي جمالي ځايي رسنیو ته ویلي، چې یوه ټپي پوځي په روغتون کې ساه ورکړه.

د پوځ او نورو امنیتي ادارو چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د کراچۍ د پولیسو په خبره له پېښې وروسته يې سیمه کلابنده کړې او پلټنې يې پېل کړې دي.

په کراچۍ کې د پاکستان پر پوځ دغه برید له اوږدې مودې امنیت وروسته شوی او مخامخ ددغه هیواد پوځ په کې په نخښه شوی دی.

د کراچۍ د پولیسو په خبره دا د پاکستاني پوځ د استخباراتو ګاډی و، چې همدلته یې د معمول ګزمه کوله.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او ددغه هیواد ولسمشر ممنون حسین پر پوځ دغه برید غندلی او اړوندوه چارواکو ته يې د پلټنو امر کړی دی.

تراوسه ددغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *