پاکستان د افغانستان په اوبو کې د ونډې لرلو په اړه موافقه غواړي

د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له افغانستان سره د اوبو په برخه کې د تړون لاسلیکولو ته لېواله دی.

۳

دا وزارت وايي«موږ وروسته له دې چې باوري معلومات ترلاسه کړل چې افغانستان پر کابل سین د بندونو د جوړدولو پلان لري، په خپل وزارت کې پر دې مسلې څو مشورتي او څېړنیزې غونډې وکړې.»

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته وویل چې په مختلفو هیوادونو کې یو شمېر پاکستاني سفیرانو دا موضوع ورسره شریکه کړې او ځیني وخت د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع راپورته کړې ده.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز وویل چې د اوبو او انرژۍ وزارت له ګڼو ادارو غوښتي چې له افغانستان سره د پاکستان د اوبو د ونډې په اړه معلومات او په دې برخه کې وړاندیزونه وروسپاري.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز ویلي چې دا د پاکستان حق دی چې په خپل ګاونډ کې د کابل سین د اوبو (اندازې) په اړه معلومات ولري.

دي نیوز ورځپاڼې پخوا ویلي و چې د افغانستان حکومت د هند په مرسته پر کابل سین ۱۲ بندونه جوړوي چې ۱۱۷۷ میګاواټه برېښنا به تولیدولی شي.

دې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې پاکستان د کالاباغ او مونډا بندونه جوړ نه کړای شول او دې مسلې د افغانستان دریځ غښتلی کړی چې ۱۲ بندونه په خپله خاوره کې جوړ کړي.

ورځپاڼه د پاکستان د اوبو او انرژۍ وزارت د بې نومه چارواکي په قول زیاتوي، نړیوال بانک په هغه صورت کې چې افغانستان او پاکستان وغواړي تیار دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو موافقه وڅېړي او دواړه هیوادونه هغسي تړون لاسلیک کړي چې په ۱۹۶۰ م کال هند او پاکستان لاسلیک کړی و.

دغه چارواکي وویل چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د نړیوال بانک له لارې په تماس کې دی او دواړه هیوادونه احساسوي چې باید د کابل او کونړ د اوبو د ونډې په برخه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ یوه موافقه موجوده وي.

د افغانستان اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي. پاکستان ته د کابل، کونړ، ګومل او توچي سیندونه، ایران ته د هلمند، فرارود او هریرود سیندونه، د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د امو دریا له لارې کوکچه، کندوز او نور سیندونه بهیږي.

 پاکستان په ځانګړي ډول د دې لپاره چې افغانستان خپلې اوبه کنټرول نه کړي د افغانستان پر ناامنۍ پانګونه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *