محمد جواد ظریف:د ایران په خلاف د امریکا د کنګرۍ کړنې تبلیغات دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې مطلب په بیانولو سره چې د امریکا د کنګرې طرحه د دنړۍ د اندیښولو په موخه له ایران سره تعامل په اړه وویل:هغوي هڅه کوي ترڅو له ایران سره تعامل د نړۍ په پام کې له هزینې څخه ډکه وښایی په داسي حال کې چې دا طرحه په سنا کې لا نده تصویب شوې او د تصویب په صورت کې اوباما د هغه پر طبق برجام وتو اړ دی.

۴

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د ۳ شنبي په ورځ محمد جواد ظریف د ملي امنیت او د اسلامي شورا د بهرني سیاست په کمیسیون کې به ګډون ورسته د دې مطلب په بیان سره چې ګواکې د امریکا د کنګري کړنې په عمومي توګه تبلیغات دي او له ایران سره د تعامل په موخه د نړۍ د اندیښمن کول دي.نوموړي وویل:هغوي پوهیګي چې دا طرحه به د سنا لخوا تصویب نشي او که تصویب هم شي  د امریکا ولسمشر اړ دی  ترڅو د هغو طبق بر جام وتو کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: په دې توګه هغوي غواړي ترڅو یوه رواني فضا رامنځ ته کړي چې له اسلامي دولت سره کار به ډیره هزینه وغواړي البته چې مونګ هم دا سیاست رانیسو چې د هغه خلاف به ثابت کړو.

محمد جواد ظریف د ایران په خلاف د امریکا د کنګرې لخوا د ورستیو طرحو تصویب په اړه وویل:د ایران په خلاف د امریکا د کنګرې ټولې کړنې تبلیغاتي دي او مونګ د امریکا دولت ته د دي موضوع یادونه کوو چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او اجازه ورنکړي چې د امریکا کنګره د دې ژمنو د اجرا مانع شي.

نوموړي همداشان د ملي امنیت د کمیسیون په تیره ورځ ناسته کې وویل:د لسم مجلس له رامنځ ته کیدو څخه ورسته د ملي امنیت د کمیسیون په ناسته کې دا زما لومړي ناسته ده،له همدې کبله پیژندنې ته ځانکړی شو او د سیمې وضعیت لپاره،اقتصادي دیپلماسي او برجام په اړه خبري وشوي.

د بهرنیو چارو وزیر د دې وزارت خونې د دري میاشتني ریپوټ په اړه وویل: دا ریپوټ د سرطان په ۲۶ ورکړل شوی دی چې د استازو مطالعې ورسته به په دې اړه څیړني وشي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *