په بغلان کې ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله

په بغلان کې امنیتي چارواکي وایی د پلخمري ښار په سرخ کوتل سیمه کې د هاوان یوې مرمۍ چاودنې له کبله ۴ ماشومان وژل شوي او ۳ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

۵

د بغلان د پولیسو مشر حبیب ګلبهاري وایی:دې ماشومانو ته په داسي حال کې مرګ ژوبله اوښتې چې په دې سیمه کې په لوبو بوخت وو او پر دوي د هاوان هغه مرمۍ چاودلې ده چې د جګړه له وخت څخه پاتې وه.د سرخ کوتل سیمه د پلخمري په لودیځ کې پرته ده چې ۲۰ ورځي وړاندې د امنیتي سرتیرو په عملیاتو کې د طالبان څخه پاکه شوې ده. خو ویل کیګې چې لا هم د یادې سیمې په یو شمیر برخو کې طالبان شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *