د داعش وسله واله ترهگریزه ډله له القاعدې وروسته دوهمه لویه ترهګریزه ډله ده چې هیڅ ډول پوله نه مني. دا ډله د خپلو اوږد مهالو پلانونو او او خپلو موخو ته د رسیدو په موخه د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې خپل کسان او پلویان موندلي دي او اوس دا داعش ډله ده چې د طالبانو لپاره د پزې په ویښته اوښتې ده . ددې دوه ډلو ترمنځ نښتې د هیواد په بیلا بیلو سیموکې رامنځ ته شوې او طالبان د نوي ډلې له رامنځ ته کیدو څخه چې ډيری پلویان او وسله وال یي بهرنیان دی په اندیښنه کې دي

اختلافات هغه مهال رامنځ ته شول کله چې د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر بغدادي خلافت اعلان کړ د خلافت له دې اعلان سره چې د سیاسي اسلام له ادبیاتو یي په ښه توګه ګټه اخستې یواځې په دې بسنه ښه وه چې د طالبانو مشر په دې هکله خطر احساس کړی وی.

کله چې نوي خلیفه د خپل شتون اعلان وکړ او خپله ترهګریزه ډله چې له نورو ډلو سره بیله او په اختلاف کې بولي ځان د اسلام خلیفه په توګه ور پیژني.

له اسلامي مفاهیمو له بنسټپالی څخه د وسیلې په توګه کار اخستنه چې یواځې د ایدیولوژیک پوله په رسمیت پیژني، ددې لامل شوې ترڅو ددې ډلو مشران خپل ځانونه نړیوال مشران وګڼي. له همدي کلمو کار اخستنه لکه دعوت او جهاد هجرت څه په ښه توګه کار اخستل شوی او تکفیري ډلې په دې کې بریالی شوې ترڅ د خپلو وسله وال شمیره لوړه او په هره سیمه کې ویره او ډار رامنخ ت کړی او له اسلامي سیاست څخه په خپله ګټه کار و اخلي.

دې مخکېنیو لارو هواری ته په کتو سره کله چې خلافت اعلانیږي له دې پرته چې په دې پوه شي چې د سیاسي فقهې او د اسلامي سیاست له مخې څه مانا لري او دنده یي څه ده او په څه ډول رامنځ ته شوی په خپله واکه توګه په یوه لور خوځیږي او په دې لاره پر مخ روان وي.

له شلو ډیره موده کېږي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند ځان امیرالمومنین بولي. دی لومړی کس وو چې د عثماي له ړنګیدو وروسته یي د خلافت ادبیات راژوندي کړل خو له دې سره چې ملا محمد عمر ځان امیر المومنین باله خو حکومت یي د امارت اعلان وکړ نه د خلافت.

اوس ابوبکر بغدادي میدان ته راغلی دی او د خلافت له کچې لوړه ادعا لري. تیر کال ابوبکر بغدادي چې د اسلامي نړۍ په ډې خوا کې یو امیرالمومنین ویني د وسله والو طالبانو مشر یي په بیسوادی او د یو لوی بهیر په مشرې کې په پاتې راتلو تورن کړ او طالبانو هم دی رد او نفي کړ او له ده سره یي بیعت حرام ښودلی دی. ریښتینولي دلته ده چې د طالبان مشر کله چې پاکستاني طالبانو هم له ده څه هکم تر لاسه کاوه، نورو بنسټپالو ډلو دده په غوښتنه او هوکړې سره مشروعیت تر لاسه کاوه او حتی د القاعدې مشر ا سام بن لادن په څیر کسانو ته هم دوی د منلو وړ وو اوس سیال لري. د اسلامي نړۍ لپاره د نورو استخباراتي پلانونو ترځنګ اوس کیداشي په افغانستان کې د القاعدې لپاره د سرتیرو د نیولو لپاره همدا د وسله والو د جذبیدو ښه چانس وي چې د یوه کمزوري سیال په شتون کې تر سره کیږي.

دا هغه شتون دی چې ځان د بنسټپالو ډلو مشر بولي او نږدې شل کلنه مخینه لري خو د البغدادي لپاره د منلو وړ نه ده. دوی غواړي د طالبانو د مشر په کمزورتیا سره وسله وال طالبان له مخې لرې کړي او په دې سره ځان د ټولو بنسټپالو ډلو د مشر په توګه نړۍ او نړیوالو ته ور وپیژني دا موضع کیدای شي په افغانستان کې د داعش د شتون له انګیزې سره تړاو ولري.

البته د دا عش ماموریت له دې پولو ور اوښتی دی او دا ډله د نړي د لویو پلانونو لپاره رامڼخ ته شوې چې ډيرې لویي موخې او پلانونه لري. د منځنی آسیا نا امنه کول،، په چین او روسیه کې د لویدیځ نفوس او پر هغه سیمو واکمني کومې چې نوې رامڼځ ته شوې، په افغانستان کې د داعش د شتون سره تړلې او دا هم شونې ده چې ددې کیسې تر شا نور پلانونه هم شتون لري او نغښتي دي.

هغه مالي مرستو او وسلو چې داعش ته ورکړل شوې طالبان یي هم اندیښمند کړي دي نو طالبانو له دې مخې داعش ته خبرداری ورکړی دی.

دا خبرداری چې تر ا وسه یي ددې ډلې پر وړاندې جدي غبرګون نه دی ښکاره کړی او اوس غواړي چې دا مسله له کومې نښتې او جګړې پرته پای ته ورسیږي او داعش دا سیمه طالبانو ته پریږدي.

طالبان له څو اړخونو په ا فغانستان کې د داعش شتون لړزانده ویني او تر ډیره ددې وسله والې ډلې په هکله اندیښمند نه دي. لومړی دا چې د داعش اوسني پلویان د طالبانو پخواني سرتیري دي او دا ډله په ښه توګه کولای شي خپل نارضایان بیرته په خولا کړي دوهم دا چې داعش په افغانستان کې د خپل شتون دعوه لري په سوریه او عراق کې له داعش څځه یي هیڅ ډول تسلیحاتي او ما لي مرسته نه ده تر لاسه کړې بلکې یواځې په ناامه له داعش سره تړلي دي.

دریم ټکی چې د طالبانو د ډاډ وړ ګرځیدلی دادی چې دوی د افغانستان په جغرافیه کې شل کلنه تجربه لري په داسې حال کې چې داعش تر اوسه په سیمو کې د طالبانو د نفوس تاریخ او تجربو ته نه دی رسیدلی او حتی په منځني ختیځ کې حالاتو ددې ډلې دوه کلن شتون له ګواښ سره مخ کړی دی.

بل ټکی هم له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان جغرافیایي جوړښت دی او په دې سیمو کې د طالبانو شتون د تجربې له مخې ددوی لپاره آسانه دی او طالبانو د داعش په پرتله په هوساینې سره کولای شي په دې سیمو کې ځای پر ځای شي. د طالبانو مشرانو همدا ټکی د داعش پر مخ راکاږلی دی او په دې هکله یي دوی ته یادونه کړې چې افغانستان د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله بیل ډول جوړښت او پولې لري.

وروستی موضع هم چې طالبان یي د خپلو پلویانو لپاره کاروي په تیرو شلو کلونو کې ددې ډلې فعالیت دی طالبانو په دې لیک کې ویلي چې په دې موده کې دوی ټولو ارزښتنو ته پای بنده وو اوپه جګړه بوخت وو. ددې معنی داده چې د داعش مشري نشي کولای ترڅو په دې برخه کې تګلاره په هکله بهانه ولټوي او دا یوه بهانه وګرځوي.

په هر صورت که په افغاسنتان کې د داعش شتون جدي وي او که نه وي طالبانو جدي نیولی دی. د یوې سیالې ډلې شتون او فعالیت حتی که ددوی امکانات تر یو څو بمونو پورې ورسیږي د طالبانو د موقف لپاره یو ګواښ دی او له افغان دولت سره په خبرو کې ددې ډلې وزن کموي او له همدي ا مله طالبانو غواړي په افغانستان کې د بنسټپالی پړی په خپله لاس کې وساتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *