د بريتانيا دفاع وزير اروپايي هيوادونو ته خبرداری ورکړی که چيرې د ليبيا انسان قاچاق وړونکو پر وړاندې يوه تگلاره رامنځ ته نکړي دا سيمه به د کډووالو له يوي لويي څپي سره مخ شي له دي سره دبريتانيا يوه بل پوځي چارواکي ويلي، نيم ميليونه ليبيايان په روان کال کي د اروپا په لور خوځيدلي دي او يواځې تيره ورځ گډو ځواکونو له دريو زرو ډير کډوال د مديتراني په اوبو کي له دوبيدو ژغورلي دي

د آلمان بریتانیا او ایرلند ځواکونو په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې له درې زره ډير هغه کډوال چې بیړۍ یې له ستونزو سره مخ شوې وې په مدیترانې سمندر کې له ډبیدو ژغورلي دی. د ریپوټونو له مخې دا عملیات په پنځه لسو پړاونو کې تر سره شوي دي. د بریتانیا د دفاع وزیر په سیمه کې په یوه پوځي بیړۍ کې د پیښې پر مهال شتون درلود. ده اروپایي هیوادونو ته خبرداری ورکړی که چیرې د لیبیایي کډوالو پر وړاندې یوه تګلاره غوره نکړي نو د اروپا قاره به د کډوالو له یوې لویي څپې سره مخ شي. د بریتانیا د سمندري ځواکونو یوه بل قومندان هم ویلي: نیم میلیونه لیبیایان په روان کال کی اروپا ته د تګ لپاره د چمتوالی په حال کې دي.

تیره ورخ د ژغورنې په عملیاتو کې یواځې د بریتانیا سمندري ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه سوه شپیته کسان ژغورلي دي. د ریپوټونو له مخې د تولو ګډو ځواکونو په عملیات کې چې تیره ورخ تر سره شوي له دریو زرو ډير کسان ژغورل شوي دي. په لیبیا کې د شخړو د ډيرښت له کبله له دې هیواد څخه ډيریو کسانو د اروپا په لور مخه کړې ده.

په روان کال کې په لسګونه زره کډوال ایټالیا ته د ننه شوې او له یو زر اته سوه ډير نور د مدیترانې په سمندر کې ډوب شوي. له دې سره تیره ورځ د لیبیا سمندري ځواکونو اوه شپته کډوال د یو شمیر موټرو له کانتینرونو را ایستلي او له دوی سره څخه پنځه دیرش کسان یي افغانان دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *