راپورونه وايي چې اسرائيلي الوتکو پر غزه بمونه ورولي دي.

اسرائيلو ويلي دي، دا بريدونو يې د هغو حملو په عکس العمل کې کړې دي او د ترهګرو ځالې يې په نښه کړې دي، چې له غزې سرچينه نيسي او اسرائيل په کې وژل کېږي.

فلسطينيانو د فلسطين په بېلابېلو ښارونو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې اسرئيلي پوځيان، پوليس او عام وګړي په موټرو او چړو وهل او وژل او ټپيانول يې.

د راپورونو پر بنسټ اسرائيلو د حماس د وسله والې څانګې کتائب القسام پوځي مرکزونه په بمونو ويشتلي دي.

په بريدونو کې د ځاني تلفاتو په اړه تر دې دمه مالومات نه شته، خو اسرائيل د عامو فلسطينيانو او د دوی د وسله والو مخالفينو تر منځ په وژلو کې کوم توپير نه کوي.

اسرائيلي جنګي الوتکو د غزې شمال لور ته د بيت لاهيا شمال غرب سيمه کې د کتائب القسام مرکزونه بمبار کړي دي او اسرائيلو دعوه کړې چې هدفونه يې ويشتلي دي.

د اسرائيلي پوځ وياند پيټر ليرنر په يوه رسمي بيان کې څرګنده کړې ده چې دا بريدونه حماس ته مخامخ ځواب او د هغو بريدونو عکس العمل دی چې اسرائيل په کې وژل کېږي.

راپورونو څرګنده کړې ده چې دغه بريدونه وروسته له هغه پيل شوي، چې له غزې يو توغندی وتوغول شوی او په اسرائيل مېشتو سيمو کې په يوه تش ځای کې ولګېد.

ويل کېږي چې د کتائب القسام جنګياليو د اسرائيلي الوتکو له احتمالي بمبار وړاندې خپل مرکزونه تخليه کړي او خوندي ځايونو ته تللي و.

څو مياشتې وړاندې هم د اسرائيلو او حماس تر منځ ۵۰ ورځنۍ جګړه وشوه، چې په ترڅ کې يې له سلو ډېر اسرائيلي پوځيان ووژل شول، خو مقابل لور ته اسرائيلو الوتکو زرګونه فلسطيني ولسي وګړي د بمونو خوراک کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *